طالبانو ته د پښتنو په نوم، تجارت بس دی!
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

    

د ډیورنډکرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د بدنامولو اوځپلو لپاره نه یوازې دا چې د طالبانو په نوم مذهبي سخت دریځه تحریک په لار اچول شوی او پرله پسې پالل کیږي، بلکې په کور دننه او سیمه کې د پښتنو سیالان او مخالفان په یوه وخت رسنیوکې دا ډنډوره هم خپروي چې طالبان، د پښتنو د خوړل شویو او لتاړشویو حقوقو د بیا اعادې او ګټلو په لار کې یوازیني تحریک ګڼل کیږي !

که د طالبانو په جوړولو، روزلو او پاللو کې پنجاب، عربي شیخان او سیمه یزه استخباراتي کړۍ لویلاس لري خو په دې ډنډوره کې چې طالبان د پښتنو یوازیني استازې دي، په کور دننه ټاکلې کړۍ بیا تر نورو وتلې غاړه لري او تبلیغاتي ژرنده يي په دې سکالې ( موضوع ) شپه او ورځ ، خاورې او دوړې بادوي.

په سرسري نظر که څه هم دا عجیبه او د نه منلو وړ لوبه ښکاری، خو د پښتنو مخالفانو د دوی د سپکولو او وژلو لپاره هم طالبان رامنځته کړي او هم يي له پښتنو تبلیغاتی دریځ اخیستی او د دوی پرځای او د پښتنو پر دریځ ټولو ته وايي چې د طالبانو په لاس د داسې وژنو پړه هم خپله د پښتنو پرغاړه ده او دلیل يي هم دا راوړي، ځکه چې طالبان د پښتنو پیداوار دي !

بلخوا دوی په دې هم بسیا نه کوي، مخته ځي او وايي ټول پښتانه د یوه ملت پتوګه د تاو تریخوالي پلوي، مذهبي سخت دریځه او طالب وزمه وګړي دي. توندوالی، سخت سري او شخړه د دوی په خټه کې اخښل شوی او دوی له ازله همداسې شاړو شډل پیدا شوي دي .

په دې توګه د پښتنو دوښمن په خورا زیرکۍ سره، لومړی له لروبر پښتون او بیا له نورو څخه د طالبانو استخباراتي تورمخ ، پټوي او ناویلي وايی چې طالبان د پردیو استخباراتو جوړه شوې ډله ټپله نه، بلکې د پښتنو له زیږې او بدمخې خټې څخه رامنځته شوی، ډله ده !

هم مې ووژني پخپله هم پر ما باندې ژړا کا

څه ښه یار دی، ښه يي مینه ، وژل هسې شیون هسې

خوشحال بابا

د جهاد فتوه چې طالبان يي دلته او هلته زمزمه کوي په حقیقت کې د سیمې د استخباراتي مرکزونو څخه د طالب غوږونو کې د پمپ شوې پروپیګنډې، انګۍ ( د غږ انعکاس ) او بیرته غبرګون دی، که نه ړوند هم ویني افغان دولت څه چې لري، هغه یوازې سوچه والی او سلو ته نږدې په سلو کې اسلامي پېژند دی، که نه په کاري او افغانانو ته په خدمت کې له نیمګړو او پاتېګړو پرته، نور څه خپله ججوره کې نه لري !

د جهاد فتوه په تېره بیا د پنجاب له لوري چې اسلام ته ژمنتیا يي تل د نورو مسلمانانو لخوا د شک په سترګه کتل شوې،هیڅکله هم په افغان دولت او افغانانو پورې نه نښلي .

که افغان دولت هرڅونه ناکاره او ناوړه وي چې دی هم ، خو بیا هم د رباني په مشرۍ د نويیمې لسیزې د جهادي مافیا او راروسته د کرنیل امام / ملاعمر طالبي غوبل څخه په وارونو وارونو ښه والی اوښېګڼه لري. د اوسني دولت ناکاره ، ولسي ضد او فاسده برخه په حقیقت کې د پخواني جهادیانو او طالبانو پاتېشونې او ګډوله جوړوي.

طالبان لکه څنګه چې خپل مېشتون ( استوګنځای ) او د فعالیتونو پته چا ته نه شي ښودلای، داسې د جهاد د فتوې مرکز هم له افغانانو پټ ساتي . دا ځل د ریګن او بریژینسکي د رول او د سپینې ماڼۍ ، پینتاګون او CIA پرځای د جهاد فتوه له پنجابي بنګلو او د ای ایس ای له زیرخانو صادریږي. د طالبانو جهاد د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین، د الازهر پوهنتون د عالمانو ټولنې او په نړۍ کې د نورو مخورو دیني پوهانو لخوا په اتفاق سره غندل شوې خو دا فتوه اوس یوازې د ای ایس ای او پنجابي پوځي چارواکو په خوله، جاري ساتل کیږي.

د جهاد دعوه دې پریږده سړیخوره

ستا دعوه هله صحیح ده چې انسان شې

د طالبانو د مقاومت دعوه هم چې د پروني کیڼ او ښي لاس توندلاري په اصطلاح روشنفکران يي ورسره غبرګه تاووي او سړیدو ته يي نه پریږدي، د خندا وړ ده !

کوم مقاومت ؟

د ډیورندکرښې پر دواړو غاړو د پښتنو سپکاوی ، ورکاوی او ټولوژنه !

د پښتنو تنکي ځوانانو او ځلموټو ته د ای ایس ای په روزنغالو کې د ځانمرګي واسکټونو د کارونې او چاودنې زده کړه !

د پښتنو ښوونځي او پوهنتونونه ، روغتونونه او کلینیکونه، سرکونه او بندونه، کارځایونه او کروندې له یوه سره ورانول او ویجاړول !

د پښتنو د ښوونکو ، ډاکټرانو، اینجینرانو، پوهانو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو او هنرمندانو له یوې مخې سترۍ کول او وژنه ؟   

د یولس کلونو د مقاومت پایله څه وه ؟ د لویدیځ او ستاسو په خوله کافر هندوستان سره د ستراتیژیک تړونونو لاسلیک ؟ امریکا سره امنیتي تړون چې ډېر ژر به لاسلیک شي . که له مقاومته مو موخه دا وه چې لویدیځ افغانستان ته راشي او د تل لپاره دلته ځای پرځای شي، دا دی لویدیځ راغی او دلته ځای پرځای شو او له دې روسته يي هیڅوک له دې ځایه نه شي ښورولای، دا لوی خدمت خو مو ترسره کړ، نور مقاومت د څه لپاره ؟  

همداسې په اصطلاح د ازادۍ د جنګیالو او پتنګانو دعوه درواخله !

وطن له چا ازاد شو او پرچا خرڅ شو ؟

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پرخپل ځای پروت دی او هیڅوک يي نه شي خرڅولای.

دا ځینې سیاسي لوبغاړي دې چې هم پرون خرڅ شول او هم نن خرڅيږي او دا لوبه به لږوډېر توپير سبا هم جاري وي او پایته رسول يي د افغانانو په خبرتیا ، پوهې او انسجام پورې تړلې ده .

طالبانو ته پکار دي، که چیری د افغان کونډو رنډو او یتیمانو غوښتنه چې له جګړې لاس واخلي او خپلې روا غوښتنې د خبرو اترو او سولې له لارې وړاندې کړي، نه مني نو بیا ښه دا ده، په کابل کې د برتانیا سفیر سر ريچارډ ستيج دا مشوره ومني .

" موږ خبروو، چې دغه غونډه له پاریسه بهر تر سره کېږي، ګومان کوو، دا ښه ده، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لېدلو یو فرصت برابر شي او د سیاسي پر مختګ لپاره د نظر تبادله سره وکړي. ګومان کوو، چې هر ډول اورپکي د یوې سیاسي موافقې په وسیله پای ته رسېږي، نه د جګړې له لارې. موږ فکر کوو اوس طالبان پوه شوي، که په راتلونکو یوه یا دوو کلونو کې په سیاسي بهیر کې شامل نه شي، نو د افغانستان راتلونکی به له هغوی پرته وي، ځکه نو د پاریس په څنډو کې دغه غونډه یو مخ پر وړاندې او مثبت ګام ګڼو."

د ۲۰۱۲ کال د ډيسمبر ۲۲ مه

 


December 23rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات